دماتی خوړلي وينې څکونکي امپرياليستي چپاولګرانو په نامه
انجنېر ظهورالدين اند ېش انجنېر ظهورالدين اند ېش

   چی صحرا کی به ئی تيږی جنګولې                                       نن اغزو سره په سرو وينو کی رنګ دی

 

                                         لا تر اوسه ئی ماغزه په قرار نه دي

                                     چاچی ماسره وهلۍ سرپه سنګ دی

      

دتاريخ پاڼو ته نظر واچوی له قديمه تر ننه ئی وګورۍ دبردګۍ له اقتصادی فرماسيون نه نيولی اود کمونيزم ترمرحلې پوری دمختلفو طبقاتو ترمنځ مبارزه روانه ده، دامبارزه کله مخفی، نيمه مخفی، علني،او دقطبو په لحاظ،تعرض، شاته تګ، ماتی،برياليتوب سره ملګری ده،او پرمخځي ،دی ته  طبقاتي مبا رزه وائی چی تر کمونيزم پای نلري،چی دی نوع مبارزی دلومړي ځل لپاره دروسی دفدراتيف دزحمتکشانو اودهغه په راس  کی داتل بلشويک ګوند تر رهبرۍ لاندی ستر شيطاني تزاري رژيم په ګونډو کړاو په نړۍ واله کچه ئی دامپرياليزم بامونه اوديوالونه ونړول،اودامپرياليزم مشر ورور ئی د فاشيزم په جامه کی په انقلابي روسېه کی دلېنن په پښوکی خاور ته وسپاره دی انقلاب په ډېر کم وخت کی دشوروي سوسېاليستي هېواداونړېوال سوسېاليستي سيستم پر پښو ودروه ،ددی سيستم جوړيدل ،امپرېا ليزم په ټولو ډګرونو کی دماتی سره مخامخ کړ، دسوسېاليزم ورځينېو برېاليتوبونو داوښودله چی بشرېت دنوي ژوند په تکل زړه نړۍ ترک وی او بلاخره که چا غوښتي وي او که نه وي غوښتي دسوسېاليزم بېرق په نړۍ کی په رپېدوراځي ٠

دپښتو ژبې مشهور متل دی چی وائی : سل پټ دخاورو لاندی ٠

شوروي اتحاد اودسوسېاليزم سېاسي سېستم ، نړۍ، امپرېاليزم اودهغه ملګرو مذهبي بنسټپالو ته پرېښوده، داچی دتاريخي ماترېاليزم داضدادو قانون په نتېجه کی چی ېونه پخلاکېدونکۍ تضاد پر بل نه پخلاکېدونکې تضاد غلبه وکړي تکامل منځ ته راځي ،دا پرمختېا دامپرېاليزم په برخه شوه،نو په دی صورت کی چی کاملا برېالۍشی او ګلو باليزم په نړۍ حاکم کړي باېد کوچنۍ تضاد چی ددوی دلېاری خنډ دی له منځه ېوسی ،هغه مذهبي اسلامي ايډېالوژي ده،ددی کار دپلي کولو په خاطر ئی دمختلفو ليګنټونو په جوړولو سره دټولو امکاناتو نه په ګټی اخېستلو دتروريزم اوبنسټپالۍ تر نامه لاندی په افغانستان ،عراق اوټوله نړۍ باندی امپرېاليستي غضب وچلوه ٠

په فارسي کی متل لرو چی وائی : چاه در کن چاه در پيش ٠

دکوچنۍ تضاد دورک ولو په بهانه پخپله هم په کوچني تضاد تبديل شو ، مګر دامپرېاليزم، غاصبانه، استيلاګرانه، تجاوزګرانه، استثمارجوېانه او نور عملونه ترمرګه پوری ددوی دژوند دبقا اوشېرازۍ اصول تشکيلوي ٠

عربي هېوادو اغتشاشاتو اوګډوډېو دوی لپاره نوی ليګېنټ ورمخته کړ،چی د دی هېوادو په منځ کی خپل پخوانۍ غليم ،نه تسليميدونکۍ لېبېائی ولس اودهغه په راس کی ازموېل شوۍ انقلابي مبارز معمرالقذافي په مقابل کی دسيسو اوتوطيو وسيع کمپاېن سازماندهی کړ، بانديستان،اوباشان،اومافيوي ګروپونه تسليح اودخپلو چورلکو په ملګرتېا دلېبېا ولس په بېرحمانه توګه دمرګ کندی ته ګذار اودهغوی جسور اوانقلابي مشر اوکورنۍ ئی دمرګونو ګذارونو او تعقيب لاندی راوستل ، دا په دی خاطر چی شوروی اتحاد نشته او هېڅوګ ددوی مقا بله نشی کولۍ ،نوځکه دخلکو رژيم نسکور او پر ځای دنړېوالی مافېا نمايندګان پر لېبېا مسلط کړل ،تر څو طبعی اوغېر طبعی سرشاره زيرمې د امپرېاليزم په خدمت کی وی ٠

زه دبرېالي بلشويک په صفت امپرېاليزم ته دا اعلانوم :

چی معمرالقذافي انقلابي مبارز ېوازی نه دی،لطفا توجه وکړۍ دهغه ،هغی خبری ته چی څو موده دمخه ئی اعلان وکړ ،چی سردوخت دی دلېبېا پر خلکو بمباردمان، اوتجاوز ودروی، که نه لېبېا ددی قدرت لری چی داروپا په ټولو ښارونو حمله وکړی او متقا بل ګذار ورکړي، دهغه ملګري زړور مبارزين ،د دی توان لری چی دمړ شوی امپر ېاليزم ټغر دابد لپاره دمځکی دسېاری نه ټول اود تاريخ موزېم ته وروسپاري ، که نن وی که سبا دا کار کېدونکۍ دی ٠

نو اوس دستاسو خوښه چی څه کوۍ ٠

                                                      ويانا

                             5.9.2011

 


September 5th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی